اسلامي ډلې ولې له تاوتریخوالي کار اخلي؟

په افغانستان کې علامه سید جمال الدین افغاني د اروپایي هیوادونو له خوځښت او تحرک څخه په الهام اخیستنې، په اسلامي نړۍ کي د خلکو د وحدت او بیدارۍ بیرغ پورته کړی و، خو د ټولنې د سیاسي شعور د کمزورتیا او استعماري دسیسو له امله یي په افغانستان کي ځمکه تر پښو لاندي ګرمه شوه او هجرت ته اړ شو.

په ۱۹ مي پیړۍ کې یعني هغه وخت چې د انګلیسانو په استعماري امپراطورۍ کي په اصطلاح لمر نه پریوته، په دریمي نړۍ یا وروسته پاتې هیوادونو کي د خپلواکۍ غوښتنې او آزادۍ غوښتنې غورځنګونه یا حرکتونه پیل شول او د افغانستان په ګډون ، زیات شمير هیوادونو له انګلیسانو څخه خپلواکۍ تر لاسه کړه.

له دوهم نړیوال جنګ وروسته په یو شمير اسلامي هیوادو کي اسلامي نهضتونه یا غورځنګونه جوړ شول، خو د دغو حرکتونو یا ګوندونو کړنلارې منحصرې، په مذهبی تعصباتو بنا او تنګې وې او د یوه پراخ ټولنیز بدلون چوکاټ یي نه درلود. دا ډلې یا غورځنګونه په نورو باندي د خپلو مفکورو او عقیدو د منلو یا تحمیل له امله په جګړه مارو طاقتونواو تروریستي ډلو ټپلو بدل شول.

له ۱۳۵۷ کال وورسته یعني په افغانستان کي د کمونستانو له واکمن کیدو او بیا د روسانو د یرغل له امله شاوخوا پنځلس اسلامي ګوندونه او ډلې په پاکستان او ایران کي فعالې شوې. دي ګوندونو د خلکو د سیاسي شعور او پوهې د لوړولو پر ځاي خلک وژنو، شخړو او وحشت ته وهڅول.

په افغانستان کي د جهاد په کلونو کي شیعه او سني ډلو یو د بل په سرونو کي میخونه ووهل، له خلکو یي سرونه پري کړل او په زرونو بي ګناه انسانان د دوي د ځان غوښتنې او قدرت غوښتنې په شخړو کي ووژل شول. دا ډلې د هیواد د آبادۍ، پرمختګ او سوکالۍ لپاره کومه خاصه اجندا یا پروګرام نلري.

د اسلامي غورځنګونو انتقاد کوونکي په دي باور دي چې اسلام د سولې او صفا دین دی ، خو اسلامي ډلې او ګوندونه تل له خشونت، وژنو او ورانکاریو څخه کار اخلې، خپل سیاسي هدف ته د رسیدو لپاره یي دین او مذهب مخ ته کړیدی.

دوي د رحمان بابا دا شعر هم د مثال په توګه یادوي چي :
دین یي ایښی د دنیا په لار کې دام دی – پري رااړوي وحشیان د مخلوقات
اقبال لاهوري د مومن ستاینه کوي ، خو د سیاسي ملایانو مخالفت کوي دی وایي:
دین مومن دین تدبیر وجهاد – دین ملا في سبیل الله فساد.

نن سبا له افریقا نه نیولې په آسیا او نورو هیوادو کي اسلامي غورځنګونه او ډلې په ډیرې بي رحمۍ او وحشت فعالیت کوي ، د مثال په ډول په نایجریا کي بوکو حرام ډله، په سومالیا کي الشباب ډله، په منځني ختیځ ، آسیا او نورو کي القاعده شبکه ، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او په افغانستان کي ټولې هغه ډلې چې د اسلام تر نامه لاندي د سیاست په ډګر کي فعالیت کوي او ځانونه د اسلام حقیقی ساتونکي بولې، له وژنو، ورانکاریو او بربادیو پرته بله کوله اجندا نلري.دا ولي؟ اسلام خو د سولې او میني دی. ددي شخړو او خشونت اصلې ریښه چیري ده چې نن یي اسلام په ټوله نړۍ کي د یوه خشن او بي زغمه دین په توګه خلکو ته معرفی کړیدی؟

په افغانستان کي د اختر د لومړۍ ورځي په سهار په یوه زیارت کي د شپاړسو ښځو او ماشومانو وژنه د اسلام له نظره څه توجیه لري؟ پوښتنه مطرح کيږي چې دیني عالمانو او پوهانو ولې دا ضد بشري او ضد اسلامي عمل ونه غانده.

د اسلامی ډلو له خشونته ډک اعمال یوازي په سني مسلمانو ډلو پوري محدود ندي، بلکه په ایران کي د ایت الله خمیني تر مشرۍ لاندي اسلامي انقلاب ته که وګورو، په زرونو ځوانان د مخالفانو په نامه ووژل شول او په دي هیواد کي د اسلامي رژیم له خوا د مخالفانو یا لیبرالانو وژنې په ډيرې بي رحمۍ سره دوام لري او ولس له هرډول ډموکرایتکو حقونو څخه محروم ساتل شویدی.

پوښتنه داده چې اسلامي ګوندونه، غورځنګونه یا نهضتونه ولې دیوې سالمي، سوله ایزې، علمي او اهر اړخیزې مبارزې پرځاي له خشونت، ځان وژنو، ورانکاریو، نه زغم او انحصار څخه کار اخلي؟ ځواب به یي له درنو میلمنو نه واورو. تاسي دوستان هم کولاي شۍ چې د خپرونې په جریان کي ټیلفونونه وکړي، پوښتنې یا نظریات له مونږ سره شریک کړۍ.

Your browser doesn’t support HTML5

اسلامی دلی ولی له تاوتریخوالی کار اخلی