د انتخاباتي کمیسیونونو دغوراوي کمیټې نن د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو د کمیسیون د غړیو د غوره کولو کار پیل کړ.
دې شپږ کسیزې کمیټې هغو کسانو ته چې؛ غواړي د یاد کمیسون غړیتوب ترلاسه کړي، یوه اونۍ وخت ورکړ چې؛ دې کمیټې ته دې خپل اسناد وسپاري.
دا کمیټه ولسمشر ته د پنځلسو کسانو لست وړاندې کوي او بیا هغه ترې پنځه کسان د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د غړو په توګه ټاکي.
پخوا تر دې دې کمیټې افغان ولسمشر ته د انتخاباتو د کمیسیون غړیتوب لپاره د اوه ویشتو کسانو لست وړاندې کړی وو چې؛ له هغې څخه دانتخاباتو د کمیسیون نهه غړي وټاکل شول.