د مصر په قاهره کې د محمد مرسي پلویانو اعتراضونه وکړل

د مصر د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي پلویانو په ټولې قاهرې کې خواره واره اعتراضونه وکړل. زرګونو اعتراض کوونکو د خپلو سیمو په ګاونډ کې له جوماتونو دباندې او د قاهرې د وړو سړکونو په اوږدو کې د پوځ پرضد شعارونه ورکول.

دوی په لویو واټونو او سړکونو کې له غونډو ډه ډه کوله؛ ځکه هلته لا دمخه د حکومت امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي وو.

د جمعې د ورځي اعتراضونه داسې ښکارېدل؛ لکه چې اخوان المسلمین پر انتقالي حکومت باندې فشار ته دوام ورکوي. د اخوان المسلیمن ګڼشمېر مشران د تېرو څو ورځو په ترڅ کې نیول شوي دي او په سلکونه نور پټ دي.

د جولای له درېیمې راهیسې چې ولسمشر مرسي له واکه لرې شوی؛ د ده د پلویانو او پوځ تر منځ نښتو کې سلګونه مصریان وژل شوي دي. د جمعې د ورځې اعتراضونه تر هغه وروسته وشول چې؛ د مرسي ځای ناستی پخوانی لرې کړای شوی مستبد ولسمشر حسنې مبارک له زندانه خوشې او په کور نظر بند کړ.