د امریکا ولسشمر وايي، په سوريې کې د کیماوي وسلو احتمالي استعمال یوه ډیره د اندیښې وړ مساله ده. بار ک اوباما پرون امریکايي ټلویویزیون (سي. ان. ان) سره په مرکې کې وویل؛ که چېرته دا تورونه پر سوريې ثابت شي؛ نو د امریکا ځانګړې پاملرنه ورته ضروري ده.
په عین حال کې د ملګرو ملتونو سازمان وايي؛ د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال به سبا سوريې ته ولاړ شي.
د ملګرو ملتونو د سازمان ویاند "اډوارډ ډېل بووي" د جمعې په ورځ خبریالانو ته په نیویارک کې وویل؛ بانکي مون د کیماوي وسلې د احمتالی استعمال په اړه د تحقیقاتو غوښتونکی دی.
"عمومي منشي، خپله ډېره پاملرنه د اګست په یووېشتمې خواشینونکي پیښې ته اړولې ده. دا دهغه پرېکړه ده چې، عالانه او فوري تحقیقات د کمیاوي وسلو د احتمالی استعمال په اړه تر سره شي.
عمومي منشي همدا شان خپلې مرستیالي انجیلا کین ته مشوره ورکړې چې؛ دمشق ته ولاړه شي او تمه کیږي چې، هغه به سبا ته ورسیږي."
د سوريې د رژیم مخالفینو د تلفاتو شمېر له ۵۰۰ تر دیارلس سوو پورې اټکل کړی دی. خو د سوريې حکومت د کیماوي وسلي د استعمال دا تورونه چور رد کړي دي.