توحیدیار: په مصر او سوريه کې د وژل شویو بې ګناه خلکو غیبي جنازه ترسره شوه

د جمعیت اصلاح د ټولنې یوه مسول غړي محمد ګلاب توحيديار ازادۍ راډیو ته وویل، چې نن له غرمې وروسته په زرګونو خلکو، د ننګرهار د جلال اباد ښار د عیدګاه په مسجد کې د هغو بې ګناه وژل شويو خلکو جنازه ترسره کړه،چې په دې وروستیو کې په مصر کې د پوځي کودتاچيانو لخوا او دارنګه په سوریه کې د بشارالاسد نظام لخوا په وژل شوي.

توحيديار وايي،چې په دې جنازه کې د جمعیت اصلاح ټولنې،اقدار اسلامي، حذب اسلامي او یو شمېر نورو ټولنو او د جلال اباد ښار اوسیدونکو برخه اخیستې وه.