اسرایل وايي، جنګي الوتکو يې په لبنان کې یوه سیمه په نښه کړې

اسرایل وايي، جنګي الوتکو يې نن په لبنان کې هغه سیمه په نښه کړې ده له کوم ځایه چې د اسرایل پر شمال سمیو راکټي حمله شوې ده.

د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي په دې هوايي برید کې چې د بیروت او سایدون ترمنځ سیمه کې شوې، د تروریستي ډلو یوه ساحه ویشتل شوې ده.

اسرایل وايي له لبنان څخه به د تروریستي ډلو حملې ونه زغمي.

تر اوسه پورې د لبنان پر خاوره د اسرایل د تازه هوايي برید له امله د زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

اسرایل وايي تیره ورځ څلور توغندي ددې هیواد په شمالي برخې لګیدلي چې یوازې مالي تاوان يې اړولی دی.

القاعده شبکې پورې اړوند یوې وسله والې ډلې پر اسرایل د وروستي راکټي برید مسولیت پر غاړه اخستی دی.