د افغانستان د فوټبال فدراسیون د غوره لیګ دوهم پړاو سیالۍ د پنجشنبې په ورځ په کابل ښار کې پیل شوې.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکو په یوې خبري غونډه کې چې؛ د دغه لیګ د پرانیستلو په خاطر جوړه شوې وه وویل، چې دغه سیالۍ په هره اونۍ کې دوه ځلي د پنجشنبې او جمعې په ورځ ترسره کېږي.
تیرکال هم د افغانستان غوره لیګ سیالۍ وشوې چې؛ طوفان هریرود فوټبال لوبډلې لومړۍ مقام او سیمرغ البرز دوهم مقام وګاټه.
د افغانستان فوټبال د غوره لیګ لومړۍ لوبه د پنجشنبې په ورځ د طوفانو هریرود او سپین غر بازانو لوبډلو ترمنځ وشوه.
په دغه لوبه کې طوفان هریرود چې تیرکال یې د اتلولۍ لقب ګټلی وه ۵ دصفر پروړاندې سپین غر بازانو لوبډلې ته ماته ورکړه.
د ا فغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکې وايي، چې سږکال د فوټبال د غوره لیګ لوبغاړو ټاکلو بهیر دتیر کال په پرتله د معیار او همدارنګه د لوبغاړو د وړتیاوو له مخې ترسره شو.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې مربي یوسف ګارګر وايي:
"موږ د ټاکلو بهیر په معیاري ډول د وړتیاوو له مخې او همدارنګه د فزیکې، تخنیکې او تکتیکې پلوه چې لوبغاړو وړتیا لرله ترسره کړ او لوبغاړي د زونونو په لوبډلو کې جذب شول."
ښاغلي کارګر د دا ډول سیالیو د ترسره کېدو هدف د فوټبال پیاوړتیا او دافغانستان د فوټبال ملي لوبډلې غړیتوب لپاره د غوره څيرو ټاکل وبلل.
په ورته وخت کې د افغانستان د پخواني ولسمشرسردار محمد داوود خان د و خت د فوټبال ملي لوبډلې یوه غړي میا کارګر د داډول لوبو ترسره کېدل دفوټبال پیاوړتیا لپاره ګټور بولي.
د افغانستان د فوټبال په غوره لیګ کې د هیواد له اتوزونونوڅخه اته لوبډلې سره سیالۍ کوي او دا لوبې به د دوه میاشتو پوري دوام مومي.
تیر کال هم د افغانستان دفوټبال غوره لیګ ترسره شوچې دطوفان هریرود لومړی او سیمرغ البرز دویم مقام وګاټه.
د ورزش برخې کارپوهان په دې باور دي چې، د داډول کورنیو سیالیوترسره کول د فوټبال لوبغاړو روحیې په پياوړي کولوکې مثبت رول لري.