په بغلان ولايت کې د انسان تښتوونکو يو تن نيول شوى

په بغلان ولايت کې د هغو انسان تښتوونکو يو تن نيول شوى، چې د کانونو وزارت د څلورو انجنيرانو په تښتونه کې يې لاس درلود.

دغه انجنيران تېره اوونۍ په تاله و برفک ولسوالۍ کې تښتول شوي وو. د ولسوالۍ امنيه قوماندان (؟) وويل د دې کس نيول کېدل به د نورو اختطاف کوونکو له نيولو سره مرسته وکړي.

پوليس وايي دغه انجنيران د وسلوالو طالبانو له خوا تښتول شوي، خو وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.