کرزی: افغانان دې د انتخاباتو لپاره د نوم ثبتولو مرکزو ته لاړ شي



ولسمشر کرزي له ټولو افغانانو وغوښتل چې د انتخاباتو لپاره د نوم ثبتولو مرکزونوته لاړ شي، د رايې کارډونه ترلاسه او په دې توګه راتلونکو انتخاباتو کې ګډون ته ځان تيار کړي.

ولسمشر کرزي په خپله پنځلس ورځنۍ راډيويي وينا کې ويلي، د انتخاباتو پروسه هغه وخت بريالۍ کېدى شي، چې په شرايطو برابر ټول افغانان په کې ګډون وکړي.

ښاغلي کرزي د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو راتلونکي انتخابات په هېواد کې د ثبات د ټينګښت يوه لار بللې ده.

ټاکل شوې دغه انتخابات د راتلونکې وري يا حمل مياشتې پر ١٦ مه وشي.