حسنې مبارک له زندانه ازاد او د قاهرې يوه پوځي روغتون ته انتقال شو

د مصر پخوانى ولسمشر حسنې مبارک له زندان څخه ازاد او د قاهرې يوه پوځي روغتون ته انتقال شو.

وروسته تر هغه چې پرون وختي د مصر يوه څارنوال د مبارک د خوشې کېدو امر وکړ، دى د قاهرې له توران زندان څخه په يوه څرخي الوتکه کې انتقال شو.

پنځه اتيا کلن مبارک د ٢٠١١م کال له اپرېل راهيسې د پاڅونونو په نتيجه کې تر بېواکه کېدو وروسته په زندان کې و.

د قاهرې يوې محکمې د چهارشنبې په ورځ په مشروط ډول د مبارک د خوشې کېدو حکم ورکړ. پر مبارک د اداري فساد او دا تور پورې و، چې له دولتي کمپنيو يې تحفې قبولې کړې دي.

د مصر د موقت صدراعظم حازم الببلاوي دفتر وايي، مبارک به په کور کې نظربند وي.