په تایلنډ کې محکمې یو ایرانی په عمري بند محکوم کړ او یوه بل ایراني ته یې د پنځلس کاله بند سزاء ورکړه. دغه کسان د یوې بمي چاودنې په قضیه کې تورن شوي وو.
څارنوالان په دې باور دي چې؛ له پلان سره سم ایرانیانو غوښتل چې په بنکاک کې د اسراییل دیپلوماتان په نښه کړي.
سید مرادي چې عمري قید پرې ختلی دی، تورن شوی دی چې؛ د تایلنډ د یوه پولیس افسر د وژلو هڅه یې کړې او چاودیدونکي مواد هم ورسره و.
د دوه زره دولسم کال په فبروري کې په چاودنه کې د مرادي پښې هم غوڅې شوې او تایلنډي پولیسو دا چاودنه هدف ته تر رسیدو مخکې ناڅاپي چاودنه وبلله.
محمد خرزي چې پنځلس کاله زنداني شوی دی، هغه هم د دې لپاره مجرم شوی چې چادیدونکي مواد ورسره و.
په تایلنډ کې د اسراییل سفیر شیمون راډیډ نن خبریالانو ته په بنکاک کې د محکمې مخې ته وویل:
(دوي ټولو یوازې دا ثباته کړه چې ایران په ټوله نړۍ کې په ترورزم کې لاس لري او زه هیله لرم، چې نور هیوادونه به له تایلنډ سره لاس یو کړي څو له دغه ترورزم سره مبارزه وکړي او ترورستان د عدالت میز ته راکاږي.)
دواړو متهم شویو ایرانیانو ویلي دي چې؛ دوي بې ګناه دي.
د بنکاک پیښه د ګورجستان او هند د تیرکال په پیښو پسې وشوه، چې په دغو دوو هیوادو کې هم اسراییلي دیپلوماتان په نښه شول.