"ښایې په افغانستان کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پيښې زیاتي شي"

د افغان خبریالانو د خوندیتوب (مصوونیت) کمیټه وایې، ښایې د انتخاباتو او ۲۰۱۴ میلادي کال په رانږدې کیدو سره په افغانستان کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پيښې زیاتي شي.

دا څرګندونې د یادې کمیټې یوه غړي د پنجشنبې په ورځ له خبریالانو سره د تاوتریخوالي د پيښو د زیاتیدو په اړه د یوه راپور د خپرولو پر مهال و کړې.

د یادې کمیټې د معلوماتو له مخې، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تیر کال د همدې مودې په مقایسه له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پيښې پنځوس فیصده زیاتې شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وايي، ترراتلونکې میلادي کال پورې ښايي په افغانستان کې له خبریالانو سره تاوتریخوالي مخ په زیاتیدو و اوسي ځکه چې د راتلونکو انتخاباتو له امله خبریالان له ځینو مشخصو ګواښونو سره مخ کیدای شي.

د دې کمیټې یوه مسوول نجیب شریفي خبریالانو ته وویل چې؛ ښايي ځینې سیمه یېزې غیرمسولې وسلوالې ډلې خبریالانو اړ کړي چې؛ له مشخصو کاندیدانو څخه د ملاتړ لپاره راپورونه ورکړي.

هغه ددې کمیټې د تازه راپور د خپریدو په مهال وویل، ښایې دا تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو وي:

"د افغانستان د راتلونکې په ځانګړي توګه د ۲۰۱۴ کال په اړه د اندیښنو په زیاتیدو سره زموږ ارقام ښیې چې دا بهیر مخ په زیاتیدو دی. په دې معنی چې غیر مسووله وسله والې ډلې ښایې په راتلونکې کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي د زیاتو پيښو مسول و اوسي."

شریفي همدا راز وویل چې؛ د انتخاباتو له رانږدې کیدو سره ښايي په ځینو سیمو کې د وسلوالو طالبانو فعالیتونه هم زیات شي چې دا مسله هم خبریالان له لا نورو ګواښونو سره مخ کوي.

پخوا ترې دې د مدني ټولنو ځینې غړو هم اندیښنه ښودلې وه چې غیر مسوله وسلوالې ډلې به د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتو شفافیت ته زیان ورسوي، خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې ددغو ډلو د بې وسلې کولو هڅې روانې دي.

د خبریالانو د خونیدتوب کمیټه په خپل تازه راپور کې وايي چې په تیرو شپږو میاشتو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي یوڅلویښت پیښې ثبت شوي .

د راپور له مخې د اته ویشت فیصده پيښو مسولیت حکومتي چارواکي، د شاوخوا دیرش فیصده مسولیت وسله وال طالبان او د شاوخوا دیرش فیصده پيښو مسولیت هم غیر مسوله وسله والي ډلې په غاړه لري.

ښاغلي شریفي وویل چې؛ دا د تیر کال د همدې مودې په پرتله پنځوس فیصده زیاتوالی ښيي.

تر دې مخکې د افغانستان له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې هم په خپل یوه راپور کې ویلي و چې په تیرو اوو میاشتو کې د تیر کال د همدې مودې په پرتله له خبریالانو سره تاوتریخوالي پینځه شپیته فیصده زیات شوی دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي هم د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالي تايید کړ او وايي، چې دوي په وار وار اړوندو ادارو ته په لیکلې بڼه مکتوب استولی ترڅو د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پیښې وڅیړي.

افغان خبریالان ټینګار کوي چې د خبریالانو د ځینو ستونزو د حل لپاره دې معلوماتو ته د لاسرسي قانون ژر تر ژره تصویب شي.

د دې قانون مسوده تراوسه د وزیرانو شورا هم نه ده تصویب کړې.