حاجي وزیر د رابرټ بیلز پر ضد په محاکمه کې شاهدي ورکړه

هغه افغان چې شپږ اولادونه یې تیر کال په کندهار کې د امریکایي عسکر رابرټ بیلز په حمله کې وژل شوي و، پرون د دغه امریکایي عسکر پر ضد په محاکمه کې شاهدي ورکړه.

رابرت بیلز د دې لپاره چې له اعدام څخه ځان وژغوري په تیرې جون میاشت کې یې د شپاړلسو ولسي وګړو د وژلو په جرم اعتراف وکړ.

د کابل ښار ځیني اوسیدونکي د امریکا له حکومته دغه سرتیري ته د سختې سزا د ورکولو غوښتنه کوي.

خو رابرت بیلز د دې لپاره چې له اعدام څخه ځان وژغوري په تیرې جون میاشت کې یې د شپاړسو ولسي وګړو د وژلو په جرم اعتراف وکړ.

د بیلز د محکمې لپاره چې په واشنګتن کې روانه ده له کندهار څخه نهه تنه د شاهدانو په توګه لیږدول شوي دي.

۳۹ کلن بیلز د عمري بند له سزا سره مخامخ دی.