د فراه ولایت د ملي امنیت رییس له یوې انتحاري حملې روغ ووت

د فراه ولایت د ملي امنیت رییس له یوې انتحاري حملې روغ پاتې شو خو پنځلسو نورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د فراه د والي ویاند عبدالرحمن ژوندي ازادي راډیو ته وویل چې؛ په حمله کې یو ملکي کس وژل شوی او د ملي امنیت د پنځو کارکونکو په ګډون پنځلس نور ټپیان دي.

د فراه د والي ویاند عبدالرحمن ژوندي ازادي راډیو ته وویل دا انتحاري حمله چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د فراه د ملي امنیت ریاست ته نږدې وشوه هدف یې د فراه د ملي امنیت رییس جنرال عبدالصمد و چې نوموړی له دې پیښې روغ رمټ پاتې دی.

اخوا د فراه د عامې روغتیا مطبوعاتي مسوول عبدالمالک ساحل په دولتي روغتون کې د پنځلسو ثبت شویو ټپيانو له ډلې د دوو حالت نازک بولي.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چې دا انتحاري حمله د دوی له خوا شوې ده.