حاجي وزیر د رابرټ بیلز پر ضد په محاکمه کې شاهدي ورکړه

هغه افغان چې شپږ اولادونه یې تیر کال په کندهار کې د یوه امریکایي عسکر له خوا په حمله کې وژل شوي، پرون د دغه امریکایي عسکر پرضد په محاکمه کې شاهدي ورکړه.

حاجي محمد وزیر چې یواځې یو زوی ورته پاتې دی، قضایه هیت ته وویل چې پنځه کلن زوی یې تل خپل وروڼه او خویندې یادوي او پسې خفه دی.

رابرت بیلز د دې لپاره چې له اعدام څخه ځان وژغوري په تیرې جون میاشت کې یې د شپاړلسو ولسي وګړو د وژلو په جرم اعتراف وکړ.

د راپورونو له مخې رابرت بیلز د ۲۰۱۲ کال په مارچ میاشت کې د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ په دو کلوکې په ډزو شپاړس ولسي وګړي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان و، ووژل.

د هغه پوځي محاکمې ته چې د امریکا په واشنګټن کې روانه ده، له کندهارڅخه د دغې خونړۍ پیښې نهه شاهدان لیږدول شوي دي.

د اسوشیتید پرس خبری اژانس د راپورله مخې د رابرت بیلز ورورویلیام بیلزچې پرون یې په دې محاکمه کې حضوردرلود، له قضایي هیت څخه غوښتنه وکړه چې؛ د ورور په وړاندې یې له نرمښته کار واخلي ځکه ورور یې یو ملت پال امریکایي او یوه ښه پلار دی.

۳۹ کلن بیلز د عمري بند له سزا سره مخامخ دی.

د هغه پوځي مدافع وکیلان هیله من دي چې قضایي هیت ته قناعت ورکړي چې بیلز د یوې نرمې سزا لایق دی ځکه هغه څلورځلې په محارب ماموریتونو کې برخه اخیستې او دې کارپرده اغیزکړی دی.

حاجي محمد وزیر چې؛ مور او پلار یې هم په دې پیښه کې وژل شوي، شپږ کسیز قضایي هیت ته وویل چې؛ حمله کونکي هغه ژوند چې له خوښۍ ډک و خراب کړ. وزیروایي د حملې په وخت کې دی له خپل زوی حبیب شاه سره چې اوس پنځه کلن دی بل کلي ته تللی و.

دی وایي، که یوڅوک یوماشوم له لاسه ورکوي تاسو تصورکولای شي چې ژوند به یې څومره ځورونکی وي. وزیرد خپلو وژل شویو اولادونو په خاطرد امریکا له حکومت څخه د پنځه نیم سوه زره ډالرو مرسته ترلاسه کړې ده. د امریکا حکومت د دغې پيښې له قربانیانو سره ټوله ۹۸۰ زره ډالره مرسته کړې ده.

حاجي وزیر وایي، پنځه کلن زوی یې تل خپلې خویندې او وروڼه یادوي، هغه تراوسه پورې دوی ندي هیرکړي.

حاجي وزیر وایي، سخت حالت یې تیرکړی، که څوک اوس هم ورڅخه د دغې پیښې په اړه پوښتنه کوي، دی داسې انګیري لکه چې دا پیښه نوې شوې ده.

پوځي ډاکترانو چې د یوې ماشومې په ګډون یې د بیلز د قربانیانو درملنه کړې هم په دې محاکمه کې د شاهدانو په توګه خبرې وکړې او د هغې نجلۍ روغتایي وضعیت یې ښه یاد کړچې په سرپه مرمۍ لګیدلې او د ساندیاګو په یوه پوځي روغتون کې یې څوځلې عملیات او درملنه شوې ده.

بیلزچې د دوماشومانو پلاردی، مخکې له دې چې په کندهارکې له خپلې پوځي اډې څخه ووځي او د پنجوایي ولسوالۍ په دوکلوکې دغه وژنې ترسره کړي څلورځلې یې په محارب ماموریتونوکې برخه اخیستې وه.

که نوموړی په عمري بند محکوم شي د بخښلو په صورت کې له شلوکالو بند تیرولو وروسته خوشې کیدای شي خود دې کارضمانت نشي کیدای.

د شپږ کسیز قضایي هیت لږترلږه پنځه غړي باید له دغسې یوه حکم سره موافق وي.