افغان امنیتي ځواکونو له سې شنبې ورځې راپدیخوا د لغمان ولایت په درېیو سمیو کې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک تیره ورځ ازادۍ رادیو ته وویل چې د ذوالفقار ۷ په نامه دغو عملیاتو کې چې د علینګار سیند ختیځ لور ته روان دي،د دولت وسله والو مخالفانو ته مرګژوبله اوښتې ده او د هغوي یو شمیر وسلې او موټر سایکلونه هم افغان د ځواکونو لاس ورغلي دي.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا مني چې په یادو عملیاتو کې ددوي څلور وسله وال وژل شوي خو ادعا کوي چې ۷ سرتیري هم ددوي بریدونه کې هم وژل شوي دي.
د لغمان ولایت مقامات بیا د طالبانو دا خبره نا سمه ګڼي.