د امریکا د میري لنډ ایالت یوې پوځي محکمې براډلي مانینګ په بند محکوم کړ

د امریکا د میري لنډ ایالت یوې پوځي محکمې پرون هغه سرتیري ته چې د امریکا سلګونه زره پوځي او دیپلوماتیک محرم اسناد يې ویکي لیکس ویب پاڼې ته ورکړي، د ۳۵ کلونو د بند حکم وکړ.

څارنوالانو دغه ۲۵ کلن سرتیري براډلي مانینګ ته د ۶۰ کلونو بند غوښتنه کړې وه خو په سزا کې يې وروسته له هغې کموالۍ راغی چې د محکمې قاضي پر نوموړي تر ټولو جدي تور چې له دښمن سره د همکاری تور و ،بې اساسه وباله.

براډلي مانینګ په ۲۰۱۰م کال کې هغه مهال چې په عراق کې و، ویکي لیکس ته د امریکا سلګونه زره محرم پوځی او دیپلوماتیک اسناد او په عراق او افغانستان کې د جګړې د میدان راپورونه ورکړي دي.

ویکي لیکس ته د دغو محرمو اسنادو سپارل، د متحده ایالاتو په تاریخ کې د محرمو معلوماتو تر ستره افشا کیدنه ده.

سرتیري مانینګ د خپل دې کار له امله بخښنه غوښتې او ویلي يې دي چې هغه غوښتل د امریکا د پوځي او دیپلوماتیکو چارو په اړه بحث ته خلک وهڅوي.