راپور: اسدالله "لودین"
د افغانستان د جمهوري ریاست دویم مرستیال کریم خلیلي نن د هند له ولسمشر اس ایم کرشنا او د هغه له مرستیال سره بېلابېل ملاقاتونه وکړل.
د کریم خلیلي د دفتر ریس ازادي راډیو ته وویل چې؛ په دې ملاقاتونو کې د امنیتي همکاریو په ګډون د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي همکاریو په پياوړتیا خبرې وشوې.
افغانستان په ۲۰۱۱ م کال کې له هند سره د ستراتیژیکو اړیکو سند لاسلیک کړ او اوس هیله لري چې له دې هېواد څخه پوځي مرستې وغواړي.
خو کارپوهان وایي، چې د خلیلي دغه سفر پر پاکستان د فشار یوه وسیله ده.
د جمهوري ریاست چارواکي وایي چې؛ کریم خلیلي د هند له ولسمشر او مرستیال سره د امنیتي، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او سوداګریزو اړیکو په پياوړتیا خبرې وکړې.
د افغان ولسمشر د دویم مرستیال کریم خلیلي د دفتر مشر عبدالبصیر وایي، چې دغه ملاقاتونه هند ته د کریم خلیلي د سفر په دویمه ورځ ترسره شوي دي.
عبدالبصير له نوي ډیلي څخه په ټیلیفون ازادي راډیو ته وویل چې؛ ښاغلي خلیلي د هند امنیتي همکارۍ مهمې وبللې او له هندي چارواکو یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي:
"هغه ملاقاتونه چې د افغان پلاوي او هندي چارواکو ترمنځ وشول په هغو کې د ستراتیژیک سند په چوکاټ کې د امنیتي همکاریو موضوع مطرح شوه.
موږ د افغانستان د اوسني نظام د ټینګښت لپاره د هند په څیر هیوادونو امنیتي مرستو ته اړتیا لرو، هند کولای شي په دې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي، مهمه موضوع چې یاده شوه هغه داوه چې مونږ وویل، افغانستان چمتو دی چې هندي پانګه والو ته په خپل هیواد کې د پانګونې زمینه برابره کړي."
کریم خلیلي د سې شنبې په ورځ د اقتصاد او لوړو زده کړو وزیرانو په ملګرتیا د یوه درې ورځني سفر په مقصد هند ته ولاړ.
ښاغلي خلیلي په داسې حال کې هند ته سفر کوي چې ټاکل شوې افغان ولسمشر حامد کرزی د روانې میلادي میاشتې په پای کې پاکستان ته سفر وکړي.
سیاسي کتوونکي وایي چې هند ته د کریم خلیلي دغه سفر پاکستان ته د ولسمشر کرزي له سفر سره تړلې موضوع ده.
افغان کتوونکي یونس فکور ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت غواړي له دې لارې پر پاکستان فشار راولي ترڅو له افغانستان سره په خپلو ژمنو وفا وکړي.
که څه هم هند ته د کریم خلیلي د سفر یو هدف ددې هیواد د پوځي مرستو را جلبول ښودل شوي خو ښاغلي فکور دا هم وویل چې هند به له افغانستان سره د درنو پوځي وسایلو مرستې ته زړه ښه نه کړي:
"زه فکر کوم دا سفر چې کرزي صاحب په دې وخت کې پلان کړی د فشار یوه وسیله ده پر پاکستان ترڅو ورته ووایي چې له افغانستان سره خپلې مرستی عملی کړی که نه مونږ به له هند څخه نظامي مرستې وغواړو، زه فکر کوم هندوستان به غټو نظامي مرستوته زړه ښه نه کړي او نه یې هم امکانات لري."
هند او افغانستان په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړ چې په دې سند کې امنیتي همکارۍ هم شاملې دي.
کارپوهان وایي، که چیرې هند له افغانستان سره په پوځي برخه کې مرستې وکړي، نو د افغانستان او پاکستان په اړیکو به منفي اغیز وکړي.
د افغانستان او پاکستان اړیکې په تیرو لسو کلونو کې ډیرې ټیټې هسکې ګاللي، خو په پاکستان کې د نوي حکومت له رامنځ ته کیدو سره داسې ښکاري چې دغه اړیکې بیرته یو څه ښې شي.
کارپوهان وایي چې پاکستان د هند او افغانستان له نږدې والي ویره لري او په دې وروستیو کې د هند په قنسلګرۍ حمله کې هم د پاکستان د استخباراتو کار بولي.