د مصر یوه محکمه به د حسنې مبارک د خوشې کولو حکم صادر کړي

د مصر یوه محکمه ممکن نن له زندان څخه د پخواني جمهور رئیس حسني مبارک د خوشې کولو حکم صادر کړي.

محاکمو د اپریل میاشتې راهیسې د نورو درېیو دوسیو په اړه د هغه د مشروط خوشې کیدو حکم صادر کړي و، خو مدافع وکیل یي له څلورمې دوسېي یعنې پر ده باندې د لګول شوي وروستي تور څخه د خلاصولو هڅه کوي.

حسنې مبارک دغه راز تورن دی چې؛ د خپل اطلاعاتو له وزیر څخه یي تحفې تر لاسه کړي دي.

مدافع وکیل یي وایي، مبارک باید خوشې شي او دا ځکه چې تر لاسه کړي شپږ لکه ډالره یي بیرته ورکړي دي.

په پخواني جمهور رئیس باندې د اداري فساد او د ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ میاشت کې د مظاهره کوونکو د وژلو تورونه هم لګول شوي دي.