د افغانستان ملي جبهه د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون په اړه د حکومت له خوا د لویې جرګې رابلل غیر قانوني بولي.
د دې جبهې مشر احمد ضیا مسعود نن په کابل کې یوې غونډي ته وویل، چې په دې برخه کې هر ډول پریکړه باید د ملي شورا له خوا وشي:
"هره پریکړه چې و نیول شي، د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو لپاره به د منلو وړ نه وي. بهتره دا ده چې حکومت ملي مسایل د سیاسي بنسټونو له لاري حل کړي چې پارلمان د هیواد تر ټولو ستر سیاسي بنسټ دی."
افغان حکومت پریکړه کړې، چې له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه وروستۍ پریکړه باید لویه جرګه وکړي.
اخوا د جمهور رییس حامد کرزي ویاند ایمل فیضي پرون آزادي راډيو ته وویل، چې ښایی تر راتلونکو دوو میاشتو پوري به دا جرګه جوړه شي.