د هند صدراعظم من موهن سینګ له ولسمشراوباما سره خبرې وکړي

د هند صدراعظم من موهن سینګ به راتلونکي میاشت په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشربارک اوباما سره خبرې وکړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکارې سوسن رایس د ا علان پرون وروسته له هغې وکړ چې؛ په واشنګټن کې یې له خپل هندي سیال شیوشینکرمینون سره خبرې وکړې. هغې وویل، په پام کې ده چې د اوباما او سینګ ترمنځ خبرې د سپټمبرپه ۲۷ ترسره شي.

پر هند د متحدو ایالاتو له خوا فشارونه زیات شوي چې؛ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې د سیمې د ثبات لپاره له پاکستان سره په اړیکو کې کړکیچ کم کړي.

د امریکا مرستیال ولسمشرجوبایدن او د بهرنیو چارو وزیرجان کري په دې ورستیو کی له نوي ډیلي څخه په کتنو کې د افغانستان پرمسلې چې هند او پاکستان دواړه پرې د نفوذ د زیاتوالي هڅې کوي، خبرې کړې دي.

پر سینګ کورني انتقادونه زیات شوي چی؛ غلې هڅې کوي له خپل رقیب پاکستان سره د سولې خبرې له سره پیل کړي.