د چک جمهوریت د خلکو استازو تیره ورځ د پارلمان د منحل کولو لپاره رای ورکړه او په دې توګه يې له وخت نه مخکې انتخاباتو ته لاره هواره کړه.
د چک د پارلمان په منحل کیدو سره په دې هیواد کې روان سیاسي بحران چې په فساد کې د مرکزي ښي اړخه واکمن ائتلاف د ښکیلتیا له امله پیدا شوی و ،هم پای ته ورسید.
د دې هېواد د ولسي جرګې د ۲۰۰ غړو څخه یو سل او څلویښتو يې د پارلمان د منحل کیدو لپاره رای ورکړه.
ټاکل شوې ده چې؛ د چک جمهوریت ولسمشر میلوش زیمن د پارلمان د منحل کیدل تصویب او د دوه میاشتو په موده کې نویو انتخاباتو ته نیټه اعلان کړي.
نوموړي لا دمخه د راتلونکې اکتوبر پینځه ویشتمه او شپږ ویشتمه نیټه له وخت نه مخکې انتخاباتو لپاره پیشنهاد کړي دي.