د تاجکستان یو وتلی خبریال په ګرجستان کې زنداني شو

د تاجکستان یو وتلی خبریال په ګرجستان کې زنداني شوی دی. خبریال دودو جان عطا اله یف ازادي راډیو ته په تیلفون کې وویل چې؛ هغه نن وروسته له دې چې د چک جمهوریت څخه تبلسي ته ورسید په هوايي ډګر کې د پاسپورت د کنترول په ځای کې ودرول شول.

عطااله یف وایي، هغه ته ویل شوي چې، د تاجک مقاماتو په غوښتنه بندی شوی. تاجک مقامات دا خبریال په بنسټ پالنې او ترهګری تورنوي.

عطایف د ولسمشر امام علی رحمان او د هغه د کورنۍ پر غړو نیوکې کوي او په همدې انتقاده ډکو راپوورنو باندې ډېره پېژندلې څیره ده.

تېره میاشت هغه ته اجازه نه وه ورکړای شوه چې د ماسکو هوايي ډګر ته ننوځي، هغه وخت هم دی له پراګه د ماسکو په لور روان شوی وو.

عطایف له شلو کالو را په دی خوا د روسیی په پایتخت کی اوسیږي او تیر کال له یوې وژونکي حملې څخه وژغورل شو. هغه د ماسکو په یوه هوټل کې څو ځله په چړو وهل شوی دی. عطااله یف په دې اند دی چې دې حملې د ده د خبریالې له کار سره اړیکه درلوده.