د ځپلواکۍ ورځې په ویاړ د چرمي صنایعو نندارتون

Your browser doesn’t support HTML5

د زمري ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ په کابل کې د څرمي او نورو لاسي صنایعو د تولیداتو نندارتون پرانستل شو. په دې نندارتون کې بېلا شرکتونو د خپلو څرمي او نورو لاسي صنایعو تولیدات نندارې ته وړاندې کړل. د څرمنو صنعتکاران وايي، چې افغانستان درې سلنه پوستکي او څرمنې بهرنیو هیوادونو ته صادروي، دوی وايي، چې دولت باید د دوی د صنعت د ودې په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي. سره له دې چې افغانستان د څرمنو ستر تولیدوونکی هېواد دی؛ بیا هم د بوټ ګنډولو یوشمېر شرکتونه د خپلو بوټانو لپاره ټول اومه (خام) مواد له ایران څخه واردوي.