د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون په برخه کې پرمختګونه شوي دي

د ارګ ماڼۍ وايي، د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون په اړه په خبرو کې ښه پرمختګونه شوي دي.

د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي ازادۍ راډیو ته وویل؛ که خبرې په همدې ډول دوام وکړي، نو د دې تړون په اړه به ډیر ژر لویه جرګه را وغوښتل شي.

نوموړي وویل چي، افغان لوري د دې تړون په اړه ډاکتر اشرف غني احمدزی او د ملي امنیت د شورا رییس ډاکتر رنګین دادفر سپنتا د نوو مرکچیان په توګه ټاکلي دي.

پر دې تړون خبرې وروسته له هغې ولسمشر حامد کرزي ودرولې چې؛ طالبانو په قطر کې دفتر پرانسته او افغان حکومت وویل چې؛ دا دفتر د ورکړل شوو تضمینونو پرخلاف پرانستل شوی دی.

که له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک شي؛ نو د دې هېواد یو شمیر سرتیري به له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.