د کاپیسا په طی پشته سیمه کې د ماین چاودنې څلور تنه پولیس ووژل

په کاپیسا ولایت کې پرون د سرک د غاړې یوه ماین څلور پولیس ووژل.

د کاپیسا د امنیې قومندانۍ ویاند همایون رشیدي په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال ته وویل؛ د دوی د انجینري د څانګې څلور سرتیري په "طی پشته" سیمه کې د یوه ماین د خنثی کولو لپاره تللي وو چې؛ چاودنه پرې وشوه.

وسله والو طالبانو د دې بمي حملې مسوولیت پر غاړه اخستی او ادعا کوي چې ؛په دې چاودنه کې ۷ پولیس وژل شوي دي.

د کاپیسا د امنيې قومندان بیا د طالبانو دا خبره بې اساسه ګڼي.