له بریتانیا څخه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۹۴ کلیزه ولمانځل شوه

له بریتانیا څخه د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته ګټلو څلور نویمی کلیزه چې د اسد میاشتې له اته ویشتمې سره برابره ده، نن په یو لړ مراسمو سره و لمانځل شوه.

جمهور رییس حامد کرزي ددې مراسمو په ترڅ کې دفاع په وزارت کې د خپلواکۍ د منار مخې ته د ګلانو ګیډۍ کیښودله.

د جمهوري ریاست په یوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې په همدې مناسبت د یو شمیر هیوادونو مشرانو جمهور رییس حامد کرزي ته د مبارکۍ پیغامونه هم را استولي دي.

په کابل کې د امریکا د سفارت په پیغام کې د تبریکې تر څنګ، په افغانستان کې په وروستیو دولسو کلونو کې د پرمختګونو یادونه شوې او د مسولیتونو انتقال او د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات د قدرت د انتقال دیموکراتیک پړاونه بلل شوي دي.

په کابل کې د بریتانیا سفیر ریچارډ سټګ په خپل پيغام کې په تیرو دولسو کلونو کې د افغانستان او بریتانیا اړیکو ته اشاره کړې او د دوستی او متقابلو همکاریو پر اساس یې د دې اړیکو پر دوام ټینګار کړی دی.