د امریکا او جنوبي کوریا ځواکونو ګډ پوځي تمرینات پیل کړل

د امريکا او جنوبي کوريا پوځي ځواکونو نن په داسې حال کې کلني پوځي تمرينات پيل کړل، چې پيونګ يونګ د معمول په څېر ادعا کړې دغه تطبيقات پر شمالي کوريا د يرغل لپاره دي.

د امريکا پوځ وايي دغه تمرينونه به د اګست مياشتې تر دېرشمې روان وي.

دغه تمرينونه په داسې حال کې پيلېږي چې د کوريا په ټاپووزمه کې کړکېچ په وروستيو کې په کمېدو ښکاري.

شمالي کوريا پرون د جنوبي کوريا پېشنهاد چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې په نتيجه کې د جلا شويو کورنيو په اړه د خبرو په اړه و، ومانه.

د شمالي کوريا رسنيو تر اوسه د جنوبي کوريا او امريکا د دغو ګډو تمريناتو په اړه کومه اعلاميه نه ده خپره کړې.