د ملګرو ملتونو د متخصصانو يوه ډله به نن خپله څېړنه پيلوي، چې په سوريه کې کيمياوي وسلې کارول شوي که څنګه؟
د کيمياوي وسلو سويډنى ماهر اوکي سيل ستروم د دې ډلې مشري کوي، چې پرون د سوريې پلازمېنې دمشق ته ورسېد.
ټاکل شوې د سوريې د شمالي ښار حلب په ګډون دغه څېړونکي درې ساحې وګوري. د دوى تر رسېدو مخکې د سوريې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال فيصل مکداد اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته وويل، حکومت به د ملګرو ملتونو څېړونکو ته ټولې اسانتياوې برابرې کړي.
د سوريې د اپوزيسيون د پوځي برخې يوه وياند هم د ملګرو ملتونو د دې ماموريت هرکلى وکړ، خو د دغې څېړنې د بريا په اړه يې شک څرګند کړ.
د منځني ختيځ لپاره د ملګرو ملتونو استازي رابرټ سيرې تېره مياشت امنيت شورا ته وويل چې ملګرو ملتونو په سوريه کې د کيمياوي وسلو د کارونې د ادعاوو ١٣ راپورونه ترلاسه کړي دي.