د سوريې په زرګونو کډوال د عراق کردستان سيمې ته اوښتي دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي؛ د سوريې په زرګونو کډوال د عراق کردستان سيمې ته اوښتي دي.

د عراق لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنيرۍ يا UNHCR استازې مېرمن کلر بورژوا پرون د خپلې ادارې د راپور په حواله وويل چې؛ د سوريې په زياته اندازه کډوال له خپل هېواد څخه په وتو دي.

په بيان کې ويل شوي چې، د جمعې او شنبې ترمنځ لږ تر لږه ١٥زره کډوال عراق ته اوښتي دي.

د دغه مهاجرت اصلي دلايل څرګند نه دي، خو ګومان کېږي؛ دوى په سوريه کې د کردي ځواکونو او سخت دريځو وسله والو ترمنځ د جګړې له وېرې کډوال شوي وي.

په عراق کې لا له وړاندې د سوريې يولک او ٥٤ زره کډوال دېره دي.