د افغانستان د حکومت یوشمېر مخالفو سیاسي ګوندونو د جرمني په منشن ښار کې د افغانستان په نظام کې د بدلون مساله وڅیړله.
د دې کنفرانس برخه والو ازادي راډیو ته وویل، د سولې هڅې، د راتلونکي کال انتخابات، د پارلماني نظام جوړیدل او د مرکزي حکومت د واک کمیدل هغه موضوعات وو، چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې خبرې پرې وشوې.
د افغانستان حکومت د دې غونډې په اړه چې پرون پای ته ورسېده؛ وویل، په هیواد کې د نظام بدلون یوازې د یوه قانوني میکانیزم له لارې ممکن دی.
د مونشن په غونډه کې د ملي جبهې، اسلامي وحدت او ملي جنبش ګوندونو برخه اخیستې وه.
د افغانستان د حکومت چارواکي ټینګار کوي چې؛ د افغانستان د راتلونکې په اړه هر راز غونډې باید د هېواد دننه جوړې شي.