د مصر د ځواکونو مشر خبرداری ورکړ چې؛ پوځ به په هیواد کې نور تشدد ته اجازه ورنه کړي.
په دغه هیواد کې د امنیتي ځواکونو او د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي د پلویانو تر منځ د څلور ورځنۍ شخړو په ترڅ کې نژدې اته سوه دیرش تنه وژل شوې دي.
په هغه بیان کې چې د یکشنبې په ورځ خپور شو، جنرال عبدالفتاح السیسي وویل، که مو څوک هیواد ویجاړوي، موږ به پټه خوله پاتې نه شو. جنرال السیسي زیاته کړه، په مصر کې د ټولو لپاره ځای شته. له دې خبرې داسې ښکارېده چې؛ دی د محمد مرسي ملاتړیو ته اشاره کوي.
بل لور ته اخوان المسلمین ډلې نن د امنیتي دلایلو له کبله یو لړ لاریونونه په قاهرې کې لغوه کړل.
دولتي رسنۍ تیره ورځ ناوخته خبر ورکړ، چې د محمد مرسي شپږ دیرش پلویان هغه وخت ووژل شول چې؛ وسله والو د هغوی د خوشې کېدو هڅه کوله.
پر دغو کسانو هغه وخت حمله وشوه چې؛ له توقیفه زندان ته بیولل کیدل.