د افغانستان د تیلو د استخراج پروژه وتړل شوه

په افغانستان کې د تیلو د استخراج یوه مهمه پروژه وتړل شوه. دا پروژه چې دوه کاله مخکې د چین او افغانستان د دوو شرکتونو له لورې پیل شوه، تیرکال یې د تیلو استخراج شروع کړ.

د افغانستان د معادنو وزارت وایي، د دې پروژې چارې په موقت ډول ځڼدول شوي او ژر به ستونزې هوارې شي.

په دې پروژې کې چې د افغانستان په شمال کې یې کار دریدلی دی، اکثر کارکوونکي یې چینایان دي.

رویټرز اژانس د دې پروژې د یوه کارکوونکي او د یوه حکومتي چارواکي په وینا څرګندوي چې ستونزه له ازبکستان سره د ترانزیت له کبله پیدا شوې ده.

تاشکند لاهم له خپلې خاورې د تیلو د انتقال په برخه کې له کابل سره د ترانزیت په برخه کې موافقه نه ده کړې.

د چین د ملي پیترولیم شرکت او د افغانستان د وطن تیل او ګاز شرکت تر منځ د امو دریا د حوزې د تیلو د استخراج پروژه تیر کال د اکتوبر په میاشت کې پيل شوه او ډيرې هیلې ورته پيدا شوې چې له دې سره به د تیلو او نورو زیرمو په برخه کې په افغانستان کې پانګونه ډیره شي، خو رویټرژ اژانس په دې پروژه کې د یوه کارکوونکي په وینا چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، څرګندوي، اوس هلته وسایل سره تړل شوي او د دې پروژې شپاړس چینایي کارکوونکي هم تللي دي.

د افغانستان د معادنو د وزارت یوه چارواکي جلیل جمراني په کابل کې وویل، چینایي ماموران په موقتي ډول وتلي دي او له ازبکستان سره به خبرې وشي، څو د ترانزیت ستونزه هواره شي.

د معادن په وزارت کې د تګلارې جوړولو د برخې مسوول زیاته کړه چې کار د دې لپاره په ټپه دریدلی دی چې پیسې هسې ضایع نه شي.

د جمراني په وینا یو پلاوی به راتلونکې اونۍ ازبکستان ته ولاړ شي او هیله ده چې د ترانزیت ستونزه به هواره شي.

د امو دریا د حوزې د تیلو د استخراج چارې تیرکال هم د جون په میاشت کې وروسته تر دې ګډوډې شوې چې رپوټ ورکړل شو، چې د جنرال عبدالرشید دوستم پلوي وسله والو برید پرې کړی. بیا وروسته چین موافقه وکړه چې درې سوه افغان پولیس وروزي، څو هلته تر اتیا میلیونه بیرله ډیر تیل خوندي کړي.