د کندز په چهار درې ولسوالۍ پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي

د کندز په چهار درې ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په دوو پوځي عملیاتو کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د کندز دملي اوردو د دوېیمي لوا مطبوعاتي مسوول غلام حضرت خان ازادۍ راډيو ته وویل چې؛ د طوفان په نوم دغه عملیات تیره شپه په دې هدف پیل شوي چې؛ سیمه له وسله والو مخالفینو پاکه شي.

تراوسه وسله والو طالبانو د دغو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.