په غزني کې د امريکا او پولنډ د ولايتي بيارغونې ډلې ماموريت پای ته ورسېد

په غزني کې د امريکا او پولنډ هېوادونو د ولايتي بيارغونې ډلې ماموريت پای ته ورسېده او تېره ورځ يې د بيارغونې برخه وتړل شوه.

په کابل کې د امريکا د سفارت چارواکي وايي؛ له دې وروسته به خپلو مرستو ته د اړوندو وزارتونو له لارې دوام ورکړي.

د غزني والي موسی خان اکبر زاده وايي، د ايساف يوې ملکي مسوولې ورسره د لېدنې پر مهال ويلي؛ چې د بيا رغونې په برخه کې يې په غزني کې ماموريت پای ته ورسېده، خو مرستې به يې د افغان دولت له لارې دوام وکړي.

د غزنې د والي په وینا په ولايتونو کې د ولايتي بيا رغونې ډلو له افغان دولت سره د يو موازې حکومت بڼه درلوده او نوموړی یې د ماموريت پای ته رسېدل ښه کار بولي.

د امريکا او پولېنډ پي ار ټي یا د ولایتي بیا رغونې ګډه ډله له تېرو يوولسو کالو راهيسې په غزني کې فعاله وه، چې د امنيت، سياست او اقتصاد په برخو کې ماموريت درلود.