د سوریې د حمص ښار په لویدیځ کې د تالاشۍ پر یوې پوسته د وسله والو کسانو په برید د ملکیانو په ګډون یوولس کسان وژلي دي.
دا برید د شنبې په ورځ وختي د عیسویانو دوو کلو ته نژدې شوی دی. د سوریې دولتي رسنیو دا برید یوه ډله ییزه وژنه بللې ده او وايي چې، په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي؛ په وژل شویو کسانو کې یو شمېر یې د تالاشۍ د پوستې حکومت پلوې ملیشه ساتونکې و او نور یې عیسوي ملکیان و.
عیسویان چې د سوریې د نفوس په سلو کې لس برخه جوړوي وايي چې؛ دوی د دې هېواد په روان تاوتریخوالي کې په ځانګړې توګه اغیزمن دي. یو شمېر یې د ولسمشر بشار الاسد له ځواکونو سره یو ځای شوې دي چې؛ په دې هېواد کې د سني یاغیانو خلاف جنګیږي.