د لیبیا په بن غازې کې د مصر قونسلګرۍ مخې ته چاودنه شوې ده

راپورونه وايي چې، د لیبیا په ختیځ ښار بن غازې کې د مصر قونسلګرۍ مخې ته وړه چاودنه شوې ده.

عینې شاهدانو ویلي، د شنبې د ورځې دې چاودنې یو مصري ساتونکی ټپي کړی دی.

چاودنه د هغه واړه بم د چاودنې په نتیجه کې شوې ده چې؛ په یو لاسي بکس کې اېښودل شوی وو. تر اوسه چا د دې چاودنې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.

دا پېښه په داسې حال کې کیږي چې؛ دننه په مصر کې امنیتي ځواکونه د لرې کړی شوې ولسمشر محمد مرسي د ملاتړو د اعتراضونو د خورولو لپاره د هغوی په ځپلو بوخت دي.