مزارشریف: لسګونو ځوانانو د راټلونکي انتخاباتو په اړه اندېښنه څرګنده کړه

د مزار شریف لسګونه ځوانانو نن د یوې مظاهرې په ترڅ کې د راتلونکو انتخاباتو د امنیت ټینګښت او شفافیت ته اندیښنه څرګنده کړه.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وایي چې مظاهره کوونکي د بشري حقونو د کمیسیون د سیمه ییز دفتر مخې ته راټول شوي وو او غوښتنه یې کوله چې د انتخاباتو په څارنه کې باید د مدني ټولنو غړو ته هم ونډه ورکول شي.

دوی له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې؛ د انتخاباتو د کارکوونکو امنیت ټینګ کړي.

دغه اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې؛ له تیرې اونۍ راهیسې د هیواد په شمال کې د انتخاباتو دوه تنه کارکوونکي وژل شوي دي.