د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نیپال ته په درېیو منډو ماته ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن په یوه پنځوس اوریزه لوبه کې په درېیو منډو نیپال ته ماتې ورکړه.

د کرکټ بورډ اجرایوي مشر نورمحمد مراد ازادي راډیو ته وویل چې؛ په دې لوبه کې افغانان ښه وځلیدل او وبه کړای شي چې؛ پاکستان او حتی هند ته هم ماتې ورکړي.

په دغې لوبه کې چې په سنګاپور کې جوړه شوې وه؛ افغان ټیم لومړی بېټنګ ته ودرېد او مقابل لوري ته یې د یوسل او اویا ۱۷۰ منډو هدف وټاکه.

په سینګاپور کې د اتو ټیمونو په ګډوان پیل شوې دا لوبې به د اګست تر پنځه ویشتمې دوام وکړي.