د مصر امنیتي ځواکونه د الفتح محاصره شوي جومات ته ورننوتل

د مصر امنیتي ځواکونو چې د چهارشنبې په ورځ د لیري کړاي شوي جمهور رییس محمد مرسي د ملاتړو د اعتراضونو د ختمولو عملیات پیل کړی؛ تر اوسه په شخړو کې له ۷۰۰ زیات کسان وژل شوي او په زرونو ټپیان دي.

د مصر امنیتي ځواکونه تیره شپه په قاهره کې الفتح مسجد ته چې د اخوان المسلمین ډلې په سلونو ملاتړې په کې محاصره وو، ورننوتل. راپوورنه وایي، د جمعې په ورځ په مسجد کې د اخوان المسلمین ډلې او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتو کې له اتیاو زیات کسان وژل شوي وو.

راپورونه دغه راز وایي، د مسجد یوه برخه له اعتراض کوونکو څخه پاکه شوېده.

عسکر هڅه کوي چې، اعتراض کوونکې تسلېمدو ته وهڅوي. دوی دغه راز مسجد ته د رژیم د طرفدارانو د یوې ډلې د داخلیدو مخه هم نیولې ده.

فرانسپرس خبری آژانس د مصر د کورینو چارو وزارت له خولې وایي؛ د جمعې په ورځ یې د قاهرې په ګډون د اخوان المسلین ډلې له زرو زیات کسان نیولې دي.

دغې ډلې د چهارشنبې د ورځې د وژنو په غبرګون کې چې له شپږ سویو زیات کسان د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي وو؛ د جمعې په ورځ "د قهر جمعه" په نامه اعتراض وکړ.

اخوان المسلین ډلې هوډ کړی چې، له وینو تويېدو سره سره به اعتراضونو ته دوام ورکړي.

زیات شمېر هیوادونو او نړیوالو مشرانو د اعتراض کوونکو پر وړاندې د مصر د پوځ عمل غندلی دی.

د نړیوالې عمومي بخښنې سازمان یا امنیستي انټرنشنل د وروستیو وینو تویېدنو په اړه د پوره تحقیاتو غږ کړی او د مصر پر امنیتي ځواکونو یې انتقاد کړی چې؛ د اعتراض کوونکو پر ضد بیخې نامناسبه عمل کوي.

د اروپایي ټولنې سترو هیوادونو ویلي چې؛ د مصر د شخړو پر وړاندې د دې اتحادیې همغږي ځواب برابروي. د دې اتحادیې غړیو هېوادونو په انفرادي ډول په مصر کې وینې تویېدنې غندلي، خو د بهرینو چارو وزیران به یې د مصر د حالاتو په اړه په روانې اوونۍ کې غونډه وکړي.

د جرمني صدراعظمې انګیلا مېرکل د جمعې په ورځ د فرانسي له جمهور رییس فرانسوا اولانډ سره پر ټیلفون خبرې وکړې او ویې ویل چې، له مصر سره په خپلو اړیکو له سره غور کوي. جرمني د سوداګرۍ په برخې کې د مصر ستر شریک هېواد دی.

خو له دې سره سره، د مصر د پوځ پر وړاندې نړېواله غندنه ډيره جدي نه ده. د سعودي عربستان پاچا عبدالله وایي؛ د تروریزم او شخړو پر ضد جګړې کې د مصر ملاتړ کوي. عربي متحده اماراتو او اردن هم د مصر د پوځ ملامت کړی دی.

د امریکا متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ له مصر سره ګډ پوځي عملیات لغوه کړل او له امریکایانو څخه یې وغوښتل چې؛ له دغه هېواد څخه ووځي. واشنګټن چې مصر ته په کال کې ۱ میلیارد ډالره مرسته ورکوي، وایي چې، په نورو اقداماتو هم غور کوي.