حامد کرزی به د روانې میلادي میاشتې په پای کې پاکستان ته سفر وکړي

وروسته له څو اونیو تودو بحثونو پاکستان ته د افغان ولسمشر د سفر نیټه ځانګړې شوه.د ولسمشر حامد کرزې د دفتر مشر، کریم خرم دا تایید کړه چې؛ افغان ولسمشر د روانې میلادي میاشتې په وروستۍ اونۍ کې اسلام اباد ته سفر کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی به په نږدې راتلونکي کې اسلام آباد ته سفر وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اعزاز احمد چوهدري د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل:

"پاکستان او افغانستان په خپلو کې پراخې اړیکې لري. دا یوازې سیاسي اړیکې نه، بلکه د سوداګرۍ او د خلکوخپل منځې اړیکي هم دي."

ده زیاته کړه، د افغان مهاجرو مساله او د دوه اړخېزو اړیکو یو ستر لیست د اجنډا لپاره برابر شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دغه راز وویل؛ پاکستان ته د جمهور رییس کرزي د سفر پرمهال به په سیمه ییزو مسالو او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته حالت باندې هم خبرې وشي.