د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ نښته روانه ده

د بدخشان مرستیال والي وايي، ددي ولایت په جرم ولسوالۍ کي د پولیسو او وسله والو تر منځ نښتې دوام لري او امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې؛ پر حالاتو واکمن شي.

ګل محمد بیدار د جمعې په ورځ آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ جګړه مخ په ختمېدو ده، طالبان چریکي او غلچکي حملې کوي، دوی د افغان امنیتي ځواکونو د مخامخ مقابلې توان نه لري.

له دې مخکې د بدخشان چارواکو ویلي وو؛ په جرم ولسوالۍ کې د پولیسو او طالبانو په نښتو کې یوشمېر وسله وال او امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.