د پاکستان په بلوچستان وسله کې والو پر یوه اورګاډي برید کړی دی

پاکستاني چارواکي وایي، ناپیژندل شویو وسله والو د جمعې په ورځ په بلوچستان ایالت کې په یوه مسافر وړونکي ټرین یا اورګاډي د ټوپکو او توغندیو ډزې وکړې چې؛ له امله یې دوه کسان مړه او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.

دا حمله د کوټې ښار د جنوب ختیځ په ۳۵ کیلومیترۍ کې شوې ده.

له دې مخکې، وسله والو په یوې وژونکي حملې کې د درېیو امنیتي کسانو په ګډون ۱۴ تنه په ډزو وژلي وو.

په بلوچستان کې بلوڅ ملت پالو له ۲۰۰۴ کال راهیسې په طبیعي منابعو د زیات واکمن کېدو او خپلواکۍ د ترلاسه کولو مبارزه پیل کړې ده.