په کندهار کې ځان وژونکي برید افغان او بهرني سرتیري ټپیان کړل

په کندهار کې یوې ځان وژونکې حملې یو شمېر افغان او بهرني سرتیري ټپیان کړه.

پېښه دقیقا نن تر غرمې مخکې د کندهار ښار او سپین بولدک پر لویه لار رامنځ ته شوه.

په کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان برید جنرال عبدالحمید وردګ ازادی راډیو ته وویل؛ ځان وژونکي پلی و او دبهرنیو ځواکو دیوه چپه شوي موټر سره نږدې يې ځان ته چاودنه ورکړې.

د قومندان په وینا، په پیښه کې د ملي اردو پنځه سرتیری او درې تنه ملکیان ټپیان شوي دي.

قومندان وايي، په حمله کې یو شمېر بهرني ځواکونه هم ټپیان شوي؛ خو په اړه يې دقیق معلومات نه لري.

تر اوسه د دې حملې مسوولیت چا په غاړه نه دي اخستی.