امریکا له مصر سره د راتلونکې میاشتې ګډ پوځي تمرینات لغوه کوي

د امریکا ولسمشر باراک اوباما پرون وویل؛ هېواد يې له مصر سره د راتلونکي میاشت ګډ پوځي تمرینونه لغوه کوي.

جمهور رییس اوباما دا اعلان وروسته تر هغې وکړ چې؛ په مصر کې د امنیتي ځواکونو او د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي د پلویانو تر منځ په وروستي تاوتریخوالي کې سلګونه کسان ووژل شول.

باراک اوباما چې په "مسوچوسیسټس" ایالت کې يې دا څرګندونې کولې د مظاهره چیانو پر وړاندې د مصر د حکومت وروستۍ ګام په کلکه وغند:

"په داسې حال کې چې موږ په دې باور نه لرو چې؛ زور او قوت د سیاسي اختلافاتو د حل لاره ده، د پوځ له مداخلې څو اونۍ وروسته د روغې جوړې لپاره یو چانس و او د ډیموکراټیک مسیر د بیا پیلولو فرصت موجود و. خو پر ځای يې د خپلسرو نیولو او د محمد مرسي د پلویانو د ځپلو یوخطرناکه لاره رامخته شوه او اوس بیا دا غمجن تاوتریخوالي چې سلګونه کسان په کې مړه او زرګونه نور ژوبل شول."

ولسمشر اوباما وویل، باید د سوله ییزې مظاهرې د حق درناوې وشي او په مصر کې بیړنۍ قانون لرې شي.

د متحده ایلاتو جمهور رییس وویل چې؛ واشنګټن د مصر د هېڅ کوم سیاسي لوري ملاتړ نه کوي.

په عین حال کې د امریکا د دفاع وزیر چګ هیګل وویل؛ ده خپل مصري سیال جنرال عبد الفتاح السیسي ته تیلفون کړی او هغه ته يې په ډاګه کړې چې؛ تاوتریخوالي به د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي اړیکې له ګواښ سره مخامخ کړي.