مدني ټولنې: کورنیو چارو وزارت دې د انتخاباتو په ورځ د پولیسو بې طرفي ته توجه وکړي

د مدني ټولنو یو شمېر بنسټونو له کورنیو چارو وزارت وغوښتل چې؛ د انتخاباتو په ورځ د پولیسو بې طرفي ته توجه وکړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د ادارې رییس جان داد سپین غر نن وویل که لازمه وي تر انتخاباتو یوه ورځ مخکې دې د ځینو سیمو پولیسو تبدیل کړي، تر څو له مشخصو کاندیدانو د دوی د ملاتړ ویره له منځه ولاړه شي.

پخوا تر د ولسي جرګې ځینو غړو هم اندیښنه ښودلې وه، چې د سیمه یېزو پولیسو موجودیت د انتخاباتو شفافیت ته یو ګواښ دی.

خو د مدني ټولنې له استازیو سره نن په مشورتي غونډه کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست مجتبی پتنګ هغوی ته ډاډ ورکړ چې د شفافو او اعتباري انتخاباتو لپاره به هڅې وکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د راتلونکې کال د حمل په شپاړسمه کیږي.