د انتخاباتو په اړه د اسلامي دعوت ګوند مشر عبدالرب رسول سیاف هڅې

د ولسي جرګې غړي او د اسلامي دعوت ګوند مشر عبدالرب رسول سیاف د یوې داسې غونډې د جوړیدو هڅې پیل کړي، څو د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو لپاره دوه یا درې مشخص کاندیدان معرفي شي.

دا مساله د سیاف د اسلامي دعوت ګوند یوه غړي داود کلکاني د پنجشنې په ورځ ازادي راډیو ته تایید کړه او ویې ویل، چې ښاغلی سیاف به د دې غونډې لپاره خپله طرحه هم وړاندې کړي.

د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د افغانستان ملي ایتلاف بیا وایي، تیره اونۍ په ارګ ماڼۍ کې د سیاسي مشرانو یوه غونډه بلل شوې وه، تر څو د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره د ښاغلي سیاف د کاندیدیدو لپاره ملاتړ په کې جذب کړای شي.

که څه هم د جمهوري ریاست چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې ولسمشرکرزي څو څو ځله ویلي چې؛ د ۲۰۱۴ کال ولسمشرۍ انتخاباتو ته به خپله هم یو کاندید ولري.