د رابرټ بیلز د دوسیې د څیړونکو څارنوالانو د لیرې کولو غوښتنه رد شوه

په امریکا کې یوه پوځي قاضي د عامو افغانانو په وژنې د تورن امریکايي عسکر د دوسیې د څیړونکو څارنوالانو د لیرې کولو غوښتنه رد کړه.

په کندهار کې د ۱۶ افغانانو په وژنې د تورن امریکايي عسکر رابرټ بیلز د مدافع وکېلانو ټیم هغه غوښتنه چې د ده له دوسیې دې ګمارل شوي څارنوالان لرې شي د یوه نظامي قاضي له خوا رد شوه.

مدافع وکېلانو ویلي چې؛ قاضي په غلطۍ سره د رابرټ بیلز د روغتیايي وضعیت په اړه یو داسې راپور څارنوالانو ته ورکړی چې؛ د قانون له مخې باید نه و ورکړل شوی.

د بیلز مدافع ټیم د چهارشنبې په ورځ له پوځي قاضي جیفري نانس څخه غوښتي و، چې نوي څارنوالان دې معرفي کړي خو قاضي یې دا غوښتنه رد کړې ده.