د باغ دې هر بوټی لونګ دی...

لونګ چې کليوالي پيغلي اميلونه او ځونډي، ورنه جوړوي معطر بوټی دی چې؛ ګل يې ورژېږي ډنډر يې خلک وچوي، کوم څه چې موږ يې لونګ بولو د ميخک ګل ته ورته دی څلور وړې پاڼې لري چې؛ د ديګ په مساله او نورو درملو کې هم استفاده ورنه کېږي.

لونګ په څو ښو نومونو کې يو نوم هم دی، لونګ په پشتو شفاهي ادب کې ډېر ياد شوی:

آشنا مې نوي سوداګر دي - په سر باري کې به لونګ راته راوړينه

په لويو غرو د باران شور شو- ښکته لانده شول د لونګو درمندونه
چې ته راځي ما به خبر کړي - چې پرپالنګ لاچې لونګ وغوړمه
دا بند په بند به شم در ماته - په بند ماتيږي د لاچې لونګو ونه
دباغ دې هر بوټی لونګ دی - پرې لګيدلي دي د چټو پلونه

لونګ د تودو سيمو بوټی دی د دې بوټې په اړه نور معلومات په خپرونه کې واروئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ژوند په شیبو کې