د پاکستان صدراعظم نواز شریف د دغه هیواد د خپلواکي د ورځې د لمانځلو په وخت تروریستانو ته د ماتې ورکولو غوښتنه وکړه.
په اسلام اباد کې نن د پاکستان د شپږ شپیتمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته نوازشریف وویل، زموږ اراده غښتلې ده او دا توان لرو چې ترورستانو ته ماتې ورکړو.
نوازشریف زیاته کړه چې د پاکستان خلک باید د دې لپاره کار وکړي چې دغه هیواد د سولې او ثبات پر خاورې بدله شي.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني هم ورته خبرې وکړې، هغه وویل، د ترورستانو د ځپلو لپاره ښایي بیلابیلې ستراتیژۍ وي، خو تسلیمیدل پکې نه شته.
د پاکستان قبایلي سیمې چې له افغانستان سره نژدې پرتې دي، د طالبانو، القاعده، د ازبکستان د اسلامي تحریک او یو شمیر نورو اسلام پلوه ډلو خوندې پناه ځایونه دي.